د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د چکملۍ اوسېدونکو له ګرځبندیز او امنیتي ځواکونو سر ټکوي


جنوبي وزیرستان
جنوبي وزیرستان

د جنوبي وزيرستان د چکملۍ سيمې اوسيدونکي وايي له تېرو شپږ ورځو راهيسې د دوی په سیمه کې پر ګرځېدو بندیز دی او د پاکستان امنیتي سرتېري دوی سخت ځوروي.

ډیره اسماعیل خان: د جنوبي وزيرستان د چکملۍ سيمې اوسيدونکي وايي له تېرو شپږ ورځو راهيسې د دوی په سیمه کې پر ګرځېدو بندیز دی او د پاکستان امنیتي سرتېري دوی سخت ځوروي.

د چکملۍ سيمې يو وسدونکي خرم مسيد نن مشال راديو ته وويل چې د روانې مياشتې پر اتلسمه نېټه د دوي په سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر موټر له بمي بريده وروسته امنيتي سرتيرو پر دوي دومره تشدد کړی چې ځينې ژوبل شوي سپين ږیري روغتون ته وړل شوي دي.

د چکملۍ سيمې يو بل اوسيدونکی بيا د ګرځبندیز له امله د ورپېښو ستونزو په اړه وايي ، د خوراک څښاک توکي ور ختم شوي اوناروغان یې درملو ته اړتیا لري.

د ده په وینا ، خو د ګرځبندیز له امله څوک بهر نه شي وتلای. پاکستانیو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG