د لاسرسي ځای

پاکستان وايي هند جدي نه دی خو هند وايي خبرې به کېږي


د هند او پاکستانیو چارواکو پخوانی عکس

د هند او پاکستانیو چارواکو پخوانی عکس

پاکستان هندوستان تورن کړی چې د دواړو هېوادونو د قامي سلامتۍ د سلاکارانو په ملاقات کې جيدي نه دی.

اسلام اباد: پاکستان هندوستان تورن کړی چې د دواړو هېوادونو د قامي سلامتۍ د سلاکارانو په ملاقات کې جيدي نه دی.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت د جمعې په ورځ په يوه خبره پاڼه کې وويل چې هندوستان نه غواړي چې د اتوار پر ورځ د پاکستان او هند د قامي سلامتۍ سلاکارانو ترمنځ د کېدونکي ممکنه ملاقات څه ګټې مخې ته راشي.

خبر پاڼې د هند د نه جدیتوب لامل دا ښودلی چې ګواکې هغه هیواد ترلیدو کتو وړاندې شرطونه ږدي.

دا له هغه وروسته ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل، دا مناسبه نه ده چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکارد یکشنبې په ورځ له خپل هندي سیال اجیت ډوبهال سره تر لیدو وړاندې له کشميري بیلتون غوښتونکو سره ملاقلات وکړي.

خو د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي چې د روس په اووفا ښار کې د پاکستان او هند وزيراعظامانو ترمنځ په شوي ملاقات کې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه چې د کشمير مسلې او ترهګرۍ په ګډون ټولو ستونزو باندې به خبرې کيږي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د هند او پاکستان د امنیتي سلاکارانو ترمنځ ټاکل شوي لیده کاته نه دي ځنډول شوي.

هندي وزيراعظم نریندر مودي له خپل پاکستاني سيال نوازشریف سره تیره میاشت د اوفا په ښار کې کتلي و او داسې ښکاریدل چې دواړه لورې د اړیکو د ښه کیدو نیت لري.

XS
SM
MD
LG