د لاسرسي ځای

په خوست کې د ورزشي فدراسیونونو مشران او د پولیسو مسوولین وايي، چې د ګډو سپورټي تمرینونو او مسابقو له لارې د خلکو او پولیسو تر منځ یو تر بله اعتماد ، همغږي او همکاري ډېره شوې، چې له کبله يې اوسمهال له دې لارې هم د یو شمېر جنايي او امنیتي پيښو مخه نیول کیږي.

په خوست کې د ورزشي فدراسیونونو مشران او د پولیسو مسوولین وايي، چې د ګډو سپورټي تمرینونو او مسابقو له لارې د خلکو او پولیسو تر منځ یو تر بله اعتماد ، همغږي او همکاري ډېره شوې، چې له کبله يې اوسمهال له دې لارې هم د یو شمېر جنايي او امنیتي پيښو مخه نیول کیږي.

دوی وايي، عوام ورزشکاران د ورانکارو کړنو په اړه د پولیسو له مرکزونو سره اړیکه نیسي او په دې توګه له یوې خوا د جنايي او امنیتي پيښو ګراف تیټیږي او بل لوري ته د ملکي وګړو د امنیت له خوندیتوب سره مرسته کیږي.

دوی یادې څرګندونې د جمعې په ورځ په هغو سپورتي سیالیو کې وکړې، چې د ورزش او ځوانانو د پرمختیايي سازمان او پولیسو له خوا په ګډه په لاره اچول شوې وې.

د یاد سازمان مشر یونس اهنګر مشال راډیو ته وویل، چې دوی توانیدلي د ورته سپورتي برنامو د پلي کیدنې له لارې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې د خلکو او پولیسو تر منځ د دا ډول همکارۍ روحیه رامنځته کړي:

((نننۍ سیالۍ چې تاسو ولیدلې دا د اشیاره کراټې لوبې وې، چې دا د پولیسو او عوامو ورزشکارانو تر منځ ترسره شوې، زموږ موخه او هدف له دې سیالیو نه دادی، چې موږ وکولای شو د ورزش په واسطه د عوامو او پولیسو تر منځ همغږیتوب او همکاري رامنځته کړو، د دې پروګرام د تطبیق او سیالیو له برکته موږ وکولای شول، چې په ډېرو ولایتونو کې د جنايي پيښو او امنیتي ګواښونو چې عوام او خلک په کې متضرره کیږي مخه ونیسو.))

یو تن پولیس چې له اوو میاشتو راهیسې په دې برنامو کې ګډون کوي، وايي چې نه یوازې يې د عوامو ورزشکارانو سره اړیکې ډېرې شوې، بلکې دوی داسې ورزشي تکتیکونه هم زده کړي، چې د مجرمینو په نیولو کې ورسره مرسته کوي:

((نوم مې عزت الله دی د خوست د امنیې قوماندان یو ساتونکی یا پولیس یم، موږ د ورزش له له لارې د وظایفو په اجراء کې ډېر پرمختګ وکړ، موږ کولای شو، د هر ډول ماهر مجرم د جرم محه ونیسو او کولای شو، چې د دې سپورټي تکتیکونو له لارې مجرم تسلیم کړو او د قانون منګولو ته يې وسپارو.))

د ملکي خلکو له منځه یو تن ځوان ورزشکار وايي، چې اوسمهال ډیری ورزشکاران، کله چې په خپلو سیمو کې د ورانکارو عملونو د پلان په اړه خبریږي، نو د پولیسو مرکزونو ته خبر ورکوي او په دې توګه د ملکی خلکو د زیانمیدو په مخنیوي کې له پوځي ادارو سره مرسته کوي:

((زما نوم علاوالدین دی د اشیارا کراټې شاګرد او ورزشکار یم، دې پروګرام په خوست ولایت کې د خلکو او پولیسو تر منځ دومره هماهنګي رامنځته کوي، چې عوام د ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه نیسي، پولیسو ته د جنايي پيښو او امنیتي تهدیدونو په اړه خبر ورکوي او همداشاه د پولیسو او خلکو تر منځ باور او همغږي ډيروي.))

د یادونې وړ ده د ورزش او ځوانانو د پرمختیايي سازمان له پولیسو سره په همغږۍ کې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې ګډې ورزشي سیالۍ او برنامې پلي کوي، چې د مسوولینو په وینا دې کار د خلکو او پولیسو تر منځ د همکارۍ له روحیې سربیره سپورت ته د پولیسو په هڅونه او د خلکو په منځ کې له نشو څخه د معتادینو د راګرځیدو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG