د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې توپاني بارانونه مالي او ځاني زیان اړولی


په خېبر پښتونخوا کې توپاني بارانونه مالي او ځاني زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:28 0:00

په پېښور او د خېبر پښتونخوا په ځېنو نور برخو کې توپاني باران مالي او ځاني زیان اړولی دی. د طبیعي ناورینونو انتظام صوبايي اداره پي ډي اېم اې وايي، د تاوانونو مالومولو لپاره یې کار پیل کړی دی. د شبقدر پولیسو نن (جمعه) سهار مشال راډیو ته وویل، په مړدانه کلي کې د توپاني باران له کبله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي. دوی وايي، په نورو پېښو کې دوه کسان وژل شوي. د موسمیاتو محکمه وايي، په پېښور کې د بېګاني توپان رفتار ۴۰ کېلومیټره في ساعت وو چې له کبله یې په پېښور او شاوخوا سیمو کې د بجلۍ نظام ته زښت زیان رسېدلی.

XS
SM
MD
LG