د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې توپاني بارانونه مالي او ځاني زیان اړولی


په پېښور او د خېبر پښتونخوا په ځېنو نور برخو کې توپاني باران مالي او ځاني زیان اړولی دی.

د طبیعي ناورینونو انتظام صوبايي اداره پي ډي اېم اې وايي، د تاوانونو مالومولو لپاره یې کار پیل کړی دی.

د شبقدر پولیسو نن (جمعه) سهار مشال راډیو ته وویل، په مړدانه کلي کې د توپاني باران له کبله د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي.

دوی وايي، په نورو پېښو کې دوه کسان وژل شوي. د موسمیاتو محکمه وايي، په پېښور کې د بېګاني توپان رفتار ۴۰ کېلومیټره في ساعت وو چې له کبله یې په پېښور او شاوخوا سیمو کې د بجلۍ نظام ته زښت زیان رسېدلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG