د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یونان وزیر اعظم له خپلې دندې استعفا ورکړه


د یونان وزیراعظم الېکسس څیپراس استعفا ورکړې او په بحران ځپلي هېواد کې یې د سېپټېمبر پر ۲۰مه د انتخاباتو کولو وړاندیز کړی.

بېګا ولس ته په ټیليوېژني وینا کې څیپراس وویل، هغه استازلیک یا مینډېټ چې ده د جنورۍ په میاشت کې تر لاسه کړی وو ((پای ته رسېدلی)) او یونانی ولس ((باید اوس له سره پرېکړه)) وکړي.

تر دې وینا مخکې کیڼ لاسي مشر ولسمشر پروکوپېس پاولوپولوس ته د خپل حکومت استعفا وړاندې کړه. د پنجشنبې پر ورځ چې کله څیپراس د خپلې کابینې له غړو سره د اروپايي ټولنې له خوا د د اقتصادي نظام ژغورنې په لړ کې د ۸۶ اربه یورو مرستو په اړه غونډه پیل کړه نو په بازار کې یونانیو بانډونو او ونډو خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

څیپراس چې په جنورۍ کې د کفایت شعارۍ ضد تګلارې له کبله منتخب شوی وو، تېره اوونۍ یې لوی اقتصادي اصلاحات منظور کړل چې له کبله یې سېرېزا ګوند ووېشل شو ځکه چې د ګوند ډېری غړي د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو وړاندیزونو مخالفان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG