د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ځواکونو د شمالي وزیرستان په شوال کې عملیات پیل کړي


د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په شوال کې د ځمکنیو عملیاتو پیلولو اعلان کړی.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال عاصم باجوه بېګا پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په شوال کې د ((اهدافو تر لاسه کولو هدایت)) کړی.بیان زیاتوي، پوځ مشر امر کړی چې په عملیاتو کې دې ځمکني او هوايي ځواکونه د لاسته راوړنو لپاره همغږي وکړي.

له څو ورځو راهیسې پر شوال د پاکستاني پوځ بمبارۍ روانې دي چې پکې پوځ د لسګونه مشکوکه وسله والو وژلو ادعا کړې خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په بمباریو کې ولسي وګړي وژل شوي.

په ازادانه ډول د دواړو خواو دعوو پخلی نشي کېدای. په شمالي وزیرستان کې د تېر کال جون له نیمايي راهیسې پوځي عملیات روان دي چې له کبله یې لکونه خلک بې کوره کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG