د لاسرسي ځای

تازه خبر

((د پوتین له یرغمالیانو سره وګورئ))


د مشال راډیو د خبر د مرکزي څانګې خبریال براین ویټمور «د پوتین له یرغمالیانو سره وګورئ» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی چې پکې راغلي په دغو درېوو یزغمال شوی کې یو یې د پولیسو افسر ، بل د فلم جوړونکی او دریمه یوه پیلوټه ده. بیا یې وار په وار د یو یو کیسه راخیستې ده.

لومړی قیدي « ایسټن کوه ویر » نومیږي چې د پولیسو یو افسر و ، مسکاو ګڼي چې هغه د ایستونیا جاسوس دی، او د روسی په خاوره کې یې جاسوسي کوله ، حال دا چې داسې نه ده ، هغه جاسوس نه دی او نه هم په ماضي کې و. د هغه ګنا داده چې خپله وظیفه یې په سمه توګه ترسره کوله او د یو اسان هدف په توګه روسي چارواکو ته په لاس ورغلی. کوه ویر د هستونیا د کورني امنیت د ادارې ( KAPO ) غړی دی، د یرغمال کیدو پرمهال نوموړي ، د یوې روسي نژاده جنایت کاره ډلې د قاچاق پلټنه کوله. د ۲۰۱۴م کال د ستمبر په پنځمه نیټه د روسي پولې ته نږدې ، هغه ، د هستونیا « میکسي » کلي ته د یو باوري مخبر لیدو ته روان و ، خو دا یو چال و ، چې مخکې نه د هغه لپاره جوړ کړی شوی و. په کمین ناستو کسانو پر هغه حمله وکړه او د ټوپک په زور یې د روسیې خاورې ته ورساوه. خو د دې باوجود هم د روسيې یوې محکمې نوموړی په ۱۵ کاله قید زندان ته ولیږه.

دویم تن « اولیه ـ سینټسوف » نومیږي چې یو فلم جوړونکی دی ، خو روسیه وايي هغه یو ترهګر دی، چې داسې نه ده. هغه یوازې یو زړور تن دی چې په زغرده یې په غیر قاوني توګه د خپلې خاورې روسيې سره د الحاق ( یو ځای کیدو ) مخالفت کولو. نوموړی د ۲۰۱۴ م کال د مئي په یوولسمه نیټه هغه مهال د روسي استخباراتي مامورینو لخوا ونیول شو چې د کرایمیا سیمې د روس سره په غیر قانوني توګه د یوځای کیدو پرضد یې په مظاهره کې برخه اخیسته. نوموړي ته عدالت د ترهګرۍ په تور کې د درویشتو کالو سزا واوروله. نوموړي قاضي ته وویل ، « دا خبره په ځان مه اخله ! خو ، زه له تاسو هیڅ تمه نه لرم ، په دې هرڅوک پوهیږي چې د یرغلګرو عدالت هیڅکله انصاف نشي کولی. »

دریم تن یوه پيلوټه داه چې « نادیه ـ ساو چینکو » نومیږي. پر هغې د قتل تورونه لګول شوي چې داسې نه ده. کیسه داسې ده چې هغې د خپل ملک د خپلواکۍ لپاره خپل ژوند په داو لګولی. نادیه د یو کراین لومړنۍ ښځینه پیلوټه ده ، هغې په رضاکارانه توګه په « دونباس » کې د روس په ملاتړ کې د جنګیدونکیو بیلتون پالو سره یې په جنګ کې برخه اخیسته.

هغه د یوکرایني عسکرو د ژغورلو په مشن روانه وه چې د بیلتون پالو لخوا په « لوهانسک » سیمه کې ونیول شوه. د ۲۰۱۴ م کال د جون په ۱۹ مه بیلتون پالو د هغې یوه ویډیو خپره کړه ، په داسې حال کې چې د هغې لاسونه په اوسپنه تړل شوي وو او پوښتنې ترې کیدلې. وروسته هغه په روسیه کې په دې تور عدالت ته مخامخ کړای شوه چې خبریالان یې وژلي دي. د نادیه مدافع وکیل وايي د ګرځنده ټیليفون او ویډیويي شواهد ښکاره کوي چې کوم مهال خبریالان وژل شوي وو ، نادیه وارله مخې په بند کې وه. که تورونه پرې ثابت شول نو نادیه ۲۵ کالو لپاره زندان ته تلی شي.

د راپور لیکوال براین ویټمور د دریواړو نیولشویو کسانو په اړه د معلوماتو له ورکولو وروسته لیکي « ایسټن کوه ویر » ، « اولیه ـ سینټسوف » او « نادیه ـ ساو چینکو » دریواړو کې یوه خبره مشترکه ده او هغه دا چې دریواړه په پخواني شوروي اتحاد کې زیږیدلي ، خو وروسته له پخواني شوروي اتحاد څخه په ازاد شویو هیوادونو کې د وفادارو ، بریمنو او مفیدو کسانو په حیث راڅرګند شول او پوتین چې د پخواني شوروي اتحاد ماتیدل ورته یوه غمیزه ښکاري ، همدومره جرم ورته کافي دی چې یو چاته سزا ورکړي. خو د نورو لپاره داکسان د یرغمال شویو حیثیت لري چې په غیرقانوني ډول د روسي چارواکو لخوا تښتول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG