بنو - د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې یې ۱۰ مشکوک وسله وال وژلي او د هغوی پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي چې دا وسله وال پر چارشنبه یا شورو د شمالي وزیرستان په شوال کې په هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.
خو ازادو سرچینو د پوځي چارواکو د دې ادعا پخلی نه دی کړی.
بل پلو د سیمې خلک وايي چې په دې بمباریو کې عام خلک وژل کېږي.
طالبانو ویلي چې په دې بمباریو کې دوی ته څه زیان نه دی رسېدلی.
د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهسې پاکستاني ځواکونه په هوايي بمباریو کې د وسله والو وژلو ادعاوې کوي خو ځايي خلک وايي چې په دې بمباریو کې دوی ته مرګ ژوبله اوړي.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون له نیمايي راهیسې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي وو چې لا هم روان دي.
پوځ وايي، د وزیرستان شاوخوا ۹۰ فیصده سیمه یې له وسله والو پاکه کړې او له هغې سیمې لکونه بې کوره کړل شوي کسان اوس ورو ورو ځېنو سیمو ته ورستنېږي.
د شمالي وزیرستان زیاتره بېکوره کړل شوي په بنو او خوست او د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو یا ضلعو کې مېشت دي.