د لاسرسي ځای

روس د استونیا وګړي ته سزا ورکړې


د روس یو سیمه ییز عدالت د ایستونیا یو امنیتي چارواکي ته د جاسوسۍ په تور کې د پنځلسو کالو سزا اورولې ده.

عدالت د استون کوهور په نامه دې کس ته نن د جاسوسۍ تر څنګ د قاچاق ، وسلو او په غیر قانوني توګه تر پوله د اوښتو په تور کې دا سزا ورکړې ده.

اروپايي ټولنې په سمدستي توګه احتجاج ګړی او له روسه یې غوښتنه کړې چې دا کس پرېږدي او خپل هیواد ته د هغه ستنېده باوري کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیډریکا موغریني ویلي چې د دې کس تښتول او په غیر قانوني توګه بندول له نړیوال قانونه یو څرګند غړاوی دی.

نوموړې ویلي چې استون کوهور ته د شفافې مقدمې حق نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG