د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د یمن په جګړه کې۴۰۰ ماشومان وژل شوي”


د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو اداره وايي، د یمن په جګړه کې د تیرې مارچ میاشت ترپایه شاوخوا ۴۰۰ ماشومان وژل شوي دي.

یونسیف وايي، همدومره شمېر ماشومان په وسله والو ډلو کې استخدام شوي دي.

په یمن کې حوثي یاغیان او د سعودي په مشرۍ سیمه ایز اېتلاف له یوبل سره په جګړه بوخت دي.

راپورونه وايي، د یمن په جګړه کې تردې دمه ۴۳۰۰ کسان چې اکثره يې ملکیان دي وژل شوی دي.

جګړې په یمن کې ناروغي او ولږه هم په پراخه اندازه خپره کړې ده.

د بشري حقونو ډلو اندیښنه ښودلې ده چې د یمن د جګړې ښکیلې خواوې د ملکیانو سر او مال ته پام نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG