د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان کې د هېواد د خپلواکۍ ۹۶ کلیزه ولمانځل شوه


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډيو ته وویل چې د لغمان ولایتي چارواکو د هېواد د سیاسي خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۹۶ کلیزه ولمانځله چې د دې ولایت ملکي او نظامي چارواکو او دارنګه ولسونو په کې برخه اخیستې وه.

نوموړي وویل چې په دې غونډه کې ویناوالو پرهېوادوالو غږ وکړ چې ملي یووالي ته کار وکړي، ترڅو د پردیو دښمنانو دسیسې شنډې شي.

د ځواک په خبره د دې غونډې په وروستۍ برخه کې د لغمان ولسونو او امنيتي ځواکونو په ملي اتڼونو دغه مراسم ترسره کړل او د زده کوونکو له خوا په کې حماسې ترانې وویل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG