د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې به د ازادۍ جشن شانداره ولمانځل شي


د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د دې هېواد د خپلواکۍ د کالیزې د لمانځنې له پاره تیاریانې روانې دي.

د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د دې هېواد د خپلواکۍ د کالیزې د لمانځنې له پاره تیاریانې روانې دي.

د ښار دوکاندارانو د خپلو دوکانونو پر دروازو د افغانستان ملي بیرغونه راځوړند کړي او یو شمېر ځوانانو په خپلو ګاډو هم د افغانستان د ملي اتلانو انځورونه او د دې هېواد ملي بیرغونه لږولي دي او په ګاډو کې حماسي او ملي سندرې غږوي.

په حکومتي کچه هم د دې ورځې شاندارو لمانځنو له پاره تیاریانې ترسترګو کیږي، د ښار سړکونه پاک شوي او په حکومتي ودانیو، پارکونو، جادو او سړکونو د دې ورځې په مناسبت شعارونه او بینرونه نصب شوي دي.

د سې شنبې پر ورځ د خوست یو شمېر مدني ټولنو په موټریزو کاروانونو او پلي ګروپونو کې خلک د استقلال په جشن کې ګډون ته وهڅول.

د ښوونځیو او تحصلي موسسو محصلان او زده کوونکي په تمرینونو بوخت ول او ورزشکاران هم د دې ورځې له پاره د یو شمېر ورزشي نمایشاتو د اجراء په خاطر تمرینونه کول او اماده ګۍ يې نیولې.

یو شمېر خلکو ویل، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان د خپلواکۍ جشن له پاره عوام او حکومت په دومره لوړه کچه په تدابیرو بوخت دي.

د خپلواکۍ د پیغام په لیږدولو کې ټولنیزې میډیا په ځانګړي ډول د فیسبوک د کارونکو ونډه ډېره محسوسه او د پام وړ ده، دوی خپل انځورونه له ملي او تاریخي ځایونه سره په ښایسته ډول ډیزاین کوي او هر یو نورو افغانانو ته د دې ملي ورځې په مناسبت مبارکیانې وړاندې کوي.

د فیسبوک د لایکونو او کمینټونو اندازه هم د نورو وختونو په پرتله ډېره شوې او هر څوک کوښښ کوي، چې د نورو پیغامونه لایک کړي او کمینټ پرې ولیکي، تر څو د ده پیغامونه هم لایک شي او کمینټونه پیدا کړي.

په دې ورځ هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په ښار کې د لسګونو ګاډو موټریز کاروان چې په لوډسپیکرونو کې يې ملي او حماسي ترانې غږولې، ملي بیرغونه او د ملي اتلانو انځورنه يې لیږدول په لاره اچولی وو، دوی د ښار په کوڅو، سړکونو او جادو کې وګرځيدل او خلک يې د خپلواکۍ په جشن کې ګډون ته وهڅول.

د هېوادپال ځواک مشر صاحب ګل فرهاد د دې موټریز کاروان موخې مشال راډیو ته داسې په ګوته کړې:

((موږ د دې له پاره چې د خلکو ملي روحیه پیاوړي شي، په ټولو ملي بهیرونو او تاریخي ورځو کې په پراخه کچه ګډون وکړي او په ځانګړي ډول د خپلواکۍ ورځ چې زموږ مشرانو په سترو قربانیو لاسته راوړې ده په برم او پرتم ولمانځي.))

د دې موټریز کاروان یو بل تن ګډونوال کریم الله سروري وايي، چې دوی د خپلواکۍ په ورځ د خپلو پلرونو او نیکونو قربانۍ او سرښندنې لمانځي او د خپلواکۍ د ساتلو پیغامونه یو بل ته لیږدوي:

((په دغه ورځ افغانانو د خپل وطن د ازادۍ له پاره قربانۍ ورکړي دي، حتی ښځو هم غازیانو سره اوږه په اوږه د هېواد د ازادۍ له پاره مبارزه کړې ده، دوی د خپلو پلرونو او نیکونو کارنامې لمانځي، ملې کوي، اتڼونه او خوښۍ کوي، زموږ غوښتنه د افغانانو اتحاد او یوموټیتوب دی، تر څو موږ د خپل هېواد ازادي او خپلواکي ساتلي وي.))

په خوست کې د خپلواکۍ د جشن په شپه د ځنو مدني بنسټونو له خوا یو شمېر ادبي او هنري بنډارونه هم پام کې نیول شوي دي.

ټاکل شوې د چارشنبې پر ورځ د افغانستان خلک د دې هېواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو ۹۶ یمه کالیزه ولمانځي، د افغانستان خلکو د غازي امان الله خان په مشری د ۱۲۹۸ کال د اسد په ۲۸ مه د هغه وخت د برطانوي هند له امپراطورۍ څخه ازادي ترلاسه کړه.

د افغانستان ازادي د نړۍ د ډېرو مستعمره او نیول شویو هېوادونو وګړو ته د ازادۍ غوښتنې روحیه ورکړه او یو په بل پسې يې خپلواکۍ ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG