د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: یو اېس اې ای ډي د سرشمېرنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ورکوي


د یو اېس اې ډي مشر وايي، د سرشمېرنې په نتیجه کې به افغان حکومت په ښه ډول بشري مرستې ورسولای شي.
د یو اېس اې ډي مشر وايي، د سرشمېرنې په نتیجه کې به افغان حکومت په ښه ډول بشري مرستې ورسولای شي.

کابل - د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) له افغان حکومت سره د نفوسو یا ابادۍ د سروې لپاره د ۱۵ میلیونه ډالرو د مرستو اعلان کړی.

دا به په شاوخوا ۳۵ کلونو کې لومړی ځل وي چې په افغانستان کې به له سرشمېرنې سره د وګړو کره شمېر مالوم شي.

د سې شنبې پر ورځ یو اېس اې ای ډي په یوه بیان کې وویل، د افغانستان د سرشمېرنې اداره به د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په مرسته د ۷۴ میلیونه ډالرو په لګښت د سرشمېرنې او اقتصادي سروې چارې تر سره کړي. په دې لړ کې په نورو مرسته کوونکو هېوادونو کې جاپان او ډنمارک او د برتانیې نړیواله پرمختیايي اداره شامله ده.

د سروې په نتیجه کې به د افغانستان د ټولو ولایتونو په زیاتره کلیو او ښارونو کې د خلکو او کورنیو شمېر مالوم کړل شي.

بیان په افغانستان کې د یو اېس اې ای ډي مشر ویلیم همېنک له خولې وايي، د سرشمېرنې او اقتصادي سروې په نتیجه کې تر لاسه کېدونکي مالومات ((د هر مخ په ودې هېواد لپاره اړین ګڼل کېږي. دا سروې به افغان حکومت ته هغه مالومات په لاس ورکړي چې د ټاکنو تر سره کولو، واکسیني کیمپېنونون، د کور جوړولو پالیسۍ طرحې، بشري مرستو کولو، د بېړنیو حالاتو لپاره چمتووالي پلانونو او نورو ملي پروګرامونو د طرحه کولو لپاره اړین ګڼل کېږي.))

بیان وايي، په بامیانو، غور، دایکندي، پروان، کاپیسا، کابل او سمنګان ولایت کې دا سروې وار له مخه شوې دي. بیان زیاتوي، هیله ده چې د ۲۰۱۸ز کال تر پایه په پاتې ولایتونو کې هم د سرشمېرنې سروې وشي.

تر دې مخکې په ۱۹۷۹ز کال کې سرشمېرنه شوې وه چې هغه هم د هېواد له درو په دوو برخو کې شوې وه. د افغانستان حکومت اټکل کوي چې په هغه هېواد کې ۳۰ میلونه خلک اوسي، خو دا کره شمېر نه دی.

XS
SM
MD
LG