د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: پوځ وايي، وسله وال یې وژلي، اوسېدونکي وايي، ملکیان وژل شوي


بنو - د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شاوخوا ۵۰ مشکوک وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د اطلاعاتو څانګې د دوشنبې په شپه مشال راډيو ته په لیږدولې خبرپاڼه کې ويلي چې دا وسله وال تېر ماښام په شوال او دته خېلو کې په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي دي.

خو د دته خیل تحصیل ځینې اوسېدونکي وايي چې په دې بمباریو کې ولسي وګړې وژل شوي دي.

د شادم خان به نامه یو ځايي اوسېدونکي پر سې شنبه مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستاني پوځ د بمباریو له کبله پر کډه کېدو مجبوره شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې د دوشنبې پر ورځ هم ادعا کړې وه چې په شوال کې یې شاوخوا ۴۰ وسله وال وژلي، خو د سیمې اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل، د پوځ په بمبارۍ کې ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وسله والو د پاکستان پوځ ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي.

شمالي وزیرستان ته د خبریالانو تګ هم شونی نه دی نو ازادې سرچینې هم په بمباریو کې د مرګ ژوبلې او د دې پخلی نشي کولای چې وژل شوي ولسي وګړي ول او که مشکوک وسله وال.

د ۲۰۱۴ز کال د جون له نیمايي راهیسې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات روان دي. د پوځ په وینا په دې عملیاتو کې یې سلګونه مشکوکه وسله وال وژلي، ژوبل کړي او د هغوی پټنځایونه یې ړنګ کړي دي.

د پوځ په وینا، د وزیرستان زیاتره برخه یې له وسله والو پاکه کړې. د دې له کبله سږنی اوړی د کډوالو هم خپلو کلیو ته د ستنېدو لړۍ پیل شوه چې لا هم روانه ده. البته لکونه کډوال اوس هم په بنو، خوست او د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG