د لاسرسي ځای

په انډونشیايي نسکوره شوې الوتکه کې ۵۴ کسان وژل شوي


د انډونشیا چارواکو پر (سېنشبه) د دې پخلی وکړ چې دوه ورځې وړاندې د دې هېواد په ختیځ کې لوېدلې الوتکه په بشپړه توګه ورانه شوې ده.

دوی وايي، په دې الوتکه کې سپاره ټول ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د پلټنو او د امدادي اداري مشر (بام بېنګ سویلیست یو) ویلي چې دا الوتکه د خراب موسم له کبله تر الوت لږه شېبه وروسته لوېدلې وه.

د ده په وینا، په دې الوتکه کې ۵۴ کسان سپاره وو چې ۴۹ مسافر او پېنځه د الوتکې کارکوونکي ول.

XS
SM
MD
LG