د لاسرسي ځای

“د وسله والو ضد عملیاتو کې مهمي کامیابۍ تر لاسه شوې”


د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي وايي، د وسله والو ضد عملیاتو کې مهمي کامیابۍ تر لاسه شوې دي.

مهتاب عباسي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په اټک کې د پنجاب د کورنیو چارو د وژل شوي وزیر شجاع خانزاده په دیره کې خبریالانو ته کړې دي.

شجاع خانزاده د یکشنبې پر ورځ په اټک کې په خپله هجره کې له خلکو سره ناست وو چې ځانمرګی بريد ورباندې وشو.

په دې پېښه کې د هغه په ګډون شاوخوا شل کسان ووژل شو.

XS
SM
MD
LG