د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په بريښنايي تذکرو کې دې د افغان کليمه ذکر شي


ټاکل شوې چې په افغانستان کې به د کمپيوټري تذکرو امحتاني ويش پيل شي خو په ننګرهار کې يو شمير مدني فعالان وايي چې که په تذکرو کې د افغان کلیمه ځای نه شي نو دوی به يې له اخيستلو انکار وکړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې به د کمپيوټري تذکرو امحتاني ويش پيل شي خو په ننګرهار کې يو شمير مدني فعالان وايي چې که په تذکرو کې د افغان کلیمه ځای نه شي نو دوی به يې له اخيستلو انکار وکړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي.

وړمه ورځ له ارګ نه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د بريښنايي تدکزو امتحاني بهير د تخنیکي ستونزو د تشخیص لپاره ښه فرصت ګڼلې، خو په ننګرهار کې يو شمير مدني فعالان بيا وايي چې دوی به تر هغې بريښنايي تذکرې وانخلي، څو پورې چې په کې د افغان کليمه نه وي ځای شوي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( دغه د افغان کليمه ده چې موږ پرې بهرني هیوادونه پيژني. دا بايد په تذکرو کې ځای شي، په همدې خاطر موږ په ننګرهار کې په کراتو کراتو لاريونونه تر سره کړي، تر څو د خپل حق نه دفاع وکړو. که چيرې له تذکرو نه د افغانیت کلیمه ایستل کيږي، نو موږ به د تذکرو له اخيستلو نه انکار وکړو. د ننګرهار ځوانان به تر هغې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي، تر هغې چې په تذکرو کې مو د افغان کليمه ځای کړي نه وي.))

مدني فعال عبدالرحمن معاون چې مورنۍ ژبه يې پشه يي ده، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په هر هیواد کې جز د کل تابع وي، په کار ده چې په بريښنايي تذکرو کې د افغانیت او اسلاميت کلیمې ذکر شي.

(( زه به تاسو ته دا ووايم چې جز د کل تایع وي، زموږ هیواد افغانستان نوميږي، که دلته پشه يي وي، تاجک وي، هزاره وي او که کوچي وي، نو له افغانستان نه افغان جوږيږي، موږ په تدکرو کې د افغان د کليمې تايید کوو، دا زموږ شناخت دی، باید چې په تذکرو کې د افغان او اسلام کليمه راشي.))

يو بل تن ځوان وايي چې که په بريښنايي تذکرو کې د افغان کليمه ونه ليکل شي، دوی به يې له اخيستلو نه انکار وکړي.

(( قدير بهار یم، د ننګرهار ولايت اوسيدونکي، په تذکرو کې د افغان کليمه ولیکل شي ځکه چې موږ نړیوال د افغان په نامه پيژني.بايد دا ټکي ليرې نه شي او که د دې ټکي د ليرې کولو هڅه حکومت وکړه، موږ د تذکرو له اخيستلو څخه انکار کوو.))

که له يوه پلوه یو شمېر مدني فعالان او ټولنې په بريښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو د راوړلو غوښتونکي دي، بل پلو یو شمېر نور بیا وايي چې قومیت دې پکې ذکر شي. څرګنده نه ده چې په امتحاني تذکرو کې به افغانیت او اسلامیت ته ځای ورکړای شوی وي او که څنګه..

XS
SM
MD
LG