د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کشمیر کې د هند او پاکستان پر پوله ډزو کې ولسي کسان وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

راپورونه وايي د کشمير په لانجمنه سيمه کې هندوستان او پاکستان پريو بل ډزې کړي او راکټونه یې ويشتلي چې له کبله يې لږ تر لږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د هندوستاني پوځ وياند ليفټينينټ کرنل منېش مهتا وويل پاکستاني پوځيانو په تېرو دوو ورځو کې په بالاکوټ او پونچ سيمو کې د هند پر پوستو ډزې کړې چې له کبله يې ٦ ولسي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ١٧ نور ټپيان دي.

بل خوا د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې په دې نښته کې د دوی غاړې ته دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

يوه هفته کېږي چې دواړه هېوادونه نږدي هره ورځ پر کنټرول لاين ډزې تبادله کوي.

هند او پاکستان چې دوه ایټمي ځواک لرونکي هیوادونه دي، د کشمیر په سر له لسګونو کلونو راهیسې لانجه لري. په کشمیر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په کنټرول لیکه وخت ناوخته د دواړو هیوادونو سرحدي ځواکونه پر یوبل ډزې کوي چې له کبله یې ولسي خلکو ته هم د سر او مال زیانونه اوړي.

XS
SM
MD
LG