د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : خلک وايي بمبارۍ کې ولسي کسان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د شمالي وزیرستان د شوال سیمې خلکو نن مشال راډیو ته وویل چې پرون غرمه دغلته د پاکستان هوايي ځواکونو بمباري کړې چې په پایله کې یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۲۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي الوتکو پنځه کورونه بمباري کړل چې د دوی په وینا د ولسي خلکو وو. دوی وايي دیارلس نور ولسي کسان ژوبل شوي هم دي. د صادق په نوم یو ځايي اوسیدونکي د شوال سیمې نه د ټیليفون د لارې مشال راډیو ته وویل :

« پرون په بمبارۍ کې یویشت ولسي کسان وژل شوي چې پنځلس مېرمنې او شپږ ماشومان پکې دي، په دوی کې نه طالب و ، نه داعیش عام قبایل وو. »

د محمد حسین سیدګۍ په نوم یو بل تن چې د تره کور یې بمباري شوی مشال راډیو ته یې وویل :

« د تره په کور مې برید شوی ، تربورونه مې پکې وژل شوي، تره مې پکې وژل شوی ، دوه مې تیندارې ( د تره ښخې ) پکې وژل شوي. »

خو بل پلو د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزيرستان په شوال کې يې په تازه هوايي بمباريو کې ٤٠ تنه مشکوک وسلوال وژلي دي. يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې دا څلويښت کسان په کره توګه په نښه شوي دي.

د مشال راډیو خبریال په پېښور کې د پاکستان د پوځ یو چارواکي ته د ټیليفون له لارې وویل ځايي خلک وايي طالبان او پوځ که یو بل وژني ، ودې وژني خو په ولسي خلکو دې کار نه لري، د دې په ځواب کې دغه چارواکي وویل : په شوال کې قبایلو ته معلومه ده چې د پوځ او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، نو که قبایل سیمه نه خالي کوي، بیا دوی خپله د مرګ ژوبلې ذمه وار دي.

په همدې حال کې مجلس عسکري وسله والې ډلې وياند عبدالله وزیرستاني د نامعلومي سیمي څخه د ټیلي فون له لارې نن مشال راډيو ته وويل چې هوايي بریدونو کې دوی ته هيڅ نقصان نه دی رسيدلی.

XS
SM
MD
LG