د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوتي : صوبايي احتساب اداره د عوامي نیشنل ګوند د بدنامولو هڅه کوي


امیرحیدرخان هوتي خبري غونډې ته وینا کوي
امیرحیدرخان هوتي خبري غونډې ته وینا کوي

د پښتونخوا پخوانی لومړی وزیر او د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر امیر حیدر خان هوتي د خیبر پښتونخوا صوبې د احتساب په ادارې نیوکه کوي او وايي نوموړې اداره په لوی لاس د دوی د ګوند مشران په هغو دغو پلمو رانیسي او هڅه کوي چې د دوی سیاسي نفوس ته تاوان ورسوي.

امیر حیدرخان هوتي داڅرګندونې د یکشنبې په ورځ په پېښور کې د مشال راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې. د احتساب صوبايي ادارې تر دې وړاندې د عوامي نیشنل ګوند یو غړی معصوم شا چې په خپل وخت کې د وزیر اعلی هوتي مشاور و، د درغلۍ په تور نیولی دی.

خو حیدرخان هوتي وايي صوبايي احتساب اداره د ځینو کړیو په سپارښتنه د عوامي نیشنل ګوند د مشرانو د بدنامولو هڅه کوي

د حیدر هوتي سره د مشال راډیو د خبریال ځلاند یوسفزي خبرې دلته لاندې په فلش پلیر کې اوریدلی شئ :

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG