د لاسرسي ځای

تازه خبر

رولا غني : د مخدره موادو کښت او قاچاق ستر ناورین دی


انځور له ارشیفه اخیستل شوی
انځور له ارشیفه اخیستل شوی

ناجیه ساپۍ له کابله

د افغانستان لومړۍ میرمن بي بي ګل غني وایې چې د مخدره موادو کښت، قاچاق او ګټه اخیستنه د دې هېواد لپاره په یوه ملي ناورین بدله شوې او په وړاندې یې جدي مبارزې ته اړتیا ده.

میرمن غني د یکشبنې په ورځ د مخدرو موادو په وړاندې د ټولییزې مبارزې لپاره د رسینو د رول د پراختیا او ملاتړ عمومي ناستې ته وویل چې رسنۍ د عامه پوهاوي په برخه کې مهمه ونډه لري.

په عین حال کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیرې وویل چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې په ملي کچه مبارزه د رسنیو له همکارۍ پرته ناشوني ده.

سره له دې چې د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې په تیرو څو کلونو کې په ملیونونه ډالر لګول شوي خو لاهم دا ستونزه د یوه ملي ناورین په توګه یادیږي.

میرمن غني د یکشنبې په ورځ د مخدرو موادو په وړاندې د ټولییزې مبارزې لپاره د رسینو د رول د پراختیا او ملاتړ عمومي ناستې ته د خبرو پرمهال ټينګار وکړ چې د دې ناوړې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې به چوپتیا غوره نه کړي.

« نن ورځ په افغانستان کې د مخدره موادو کښت، قاچاق او کار اخیستل په خواشینۍ سره چې په یوه ملي ناورین بدل شوی چې د دې د مخنیوي لپاره ملي بسیج ته اړتیا ده، نو زه هیله منده یم چې ټول خلک پدې لاره کې خپل مسوولیت ادا کړي. »

میرمن غني همدارنګه وویل چې له مخدره موادو څخه ګټه اخیستنه دا مهال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو عمده عامل ګڼل کیږي او رسنۍ باید د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې د دې ستونزې مخه ونیسي.

پدې غونډه کې چې د پوهني ، حج اوقافو او اطلاعاتو کلتور وزارتونو چارواکو هم ګډون کړی و او ډاډ یې ورکړ چې خلکو ته به د عامه پوهاوي له لارې خپل مسوولیت ادا کړي.

دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي چې دا مهال په افغانستان کې د مخدره موادو د کارونکو شمیر له دریو ملیونو اوړي.

تر دې وړاندې هم یو شمیر هڅې شوي خو یو انتقاد دا دی چې دغو هڅو کومه نتیجه نده ورکړې.

له بلې خوا د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي ټينګار کوي چې د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره د رسنیو ملاتړ ته اړتیا ده.

میرمن عظیمي د فقر او نا امنۍ ترڅنګ د مخدره موادو له زیانونو د خلکو بې خبرې د مخدره موادو د شمیر د زیاتیدو مهم عامل یادوي.

« د رسینو همکاري په بیلابیلو برخو کې په ځانګړې ډول د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره کولای شي چې پدې اړه جوړ شوو پروګرامونو ته قوت ورکړي، مونږ پدې باور یو چې په ملي او سیمیزه کچه د رسنیو له پریکنده ملاتړ پرته به مونږ خپل ټاکلي هدف ته ونه رسیږو.»

خو د رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې بیا انتقاد کوي چې حکومت تراوسه پدې برخه کې یوه مشخصه پاليسي نه لري او خبریالان د راپورنو د جوړولو پرمهال له بیلابیلو ګواښونو سره مخ دي.

نۍ یا په افغانستان کې د رسنیو څخه د ملاتړ اداره ټينګار کوي چې له دې پدیدي سره د مبارزې لپاره دخلکو ملاتړ او پیوستون ته اړتیا ده او حکومت باید له خلکو سره د هغږۍ له لارې دې ستونزې ته د حل لارې چارې پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG