د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : د پاکستان د عمل پروګرام په سپارښتنو غور کوو


د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني د پاکستان د وزیراعظم له مشاور سزتاج عزیز سره
د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین رباني د پاکستان د وزیراعظم له مشاور سزتاج عزیز سره

افغان حکومت وایي، د عمل پر هغه پروګرام یې غور پیل کړی چې د پاکستان له خوا افغان پلاوي ته سپارل شوی دی.

د حکومت یوې باوري سرچینې د یکشنبې په ورځ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د عمل دغه پروګرام پاکستاني چارواکو د ولسمشر اشرف غني د لیږل شوي لیک په ځواب کې افغان پلاوي ته ورکړی دی.

معلومه نده چې د عمل په نوم پروګرام کې چې پاکستاني چارواکو افغان حکومت ته سپارلی څه مسایل شامل دي، خو د ولسي جرګې یو شمیر غړي یې د پاکستان تکراري غوښتنې یادوي.

د ملي وحدت حکومت یوه باوري سرچینه وایي، اسلام اباد ته د افغان پلاوی وروستی سفر ګټور و او زیاتوي چې د هغه هیواد چارواکو د ولسمشر د اته ماده ییز لیک ځواب هم د عمل په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې یاد پلاوي ته ورکړی دی.

دې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل چې افغان حکومت د پاکستان د عمل پر پروګرام غور پيل کړي او وروسته به یې نتیجه معلومه شي.

د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یوه افغان پلاوي تیره پنجشنبه پاکستان ته سفر وکړ څو د هغه هیواد له چارواکو سره د تروریزم په وړاندې د مبارزې په عملي لارو چارو خبرې وکړي.

که څه هم داسې انتقادونه موجود دي چې پاکستان ته تللي افغان پلاوي د هغه هیواد له پوځي چارواکو سره نه دي کتلي، خو افغان حکومت وایي د اسلام آباد له پوځي چارواکو سره لیده کاته د دې پلاوي په ایجنډا کې نه وو شامل.

تیره اونۍ ولسمشر اشرف غني وویل، د پاکستان وزیر اعظم ژمنه ورکړې چې د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره به عملي تګلاره جوړوي او داسې ښکاري چې د عمل په پروګرام کې به هم د تروریزم د مبارزې لارې چارې ځای شوي وي.

که څه هم معلومه نده چې د عمل په نوم پروګرام کې په ځانګړې ډول څه مسایل شامل دي؟ خو د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، دغه غوښتنې به د ډیورند د رسمیت پیژندو، ترانزیت، اقتصادي پروژو او اوبو په اړه وي او ټینګار کوي چې حکومت باید ورته تسلیم نه شي.

دا چې ولې؟ میرمن بارکزۍ یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

« افغانستان، پاکستان ته ډیر احتیاج نه لري، په ډیرو مواردو کې پاکستان افغانستان ته احتیاج او ضرورت لري، که چیرې افغان تجاران پاکستان تحریم کړي او له دغه هیواده واردات کم کړي دا ستر زیان پاکستان ته اړوي، افغانستان ته په کارده چې اسیا میانه هیوادونو سره اړیکې ښې کړي، خپل نورو ګاونډیانو سره ترانزیتي او تجارتي اړیکې ښې کړي، دا به هم په سیاسي او هم په اقتصادی لحاظ د افغانستان په ګټه وي.»

ولسمشر غني شااوخوا څلورمیاشتې وړاندې پاکستان ته یو اته ماده ییز لیک وسپاره.

د دې لیک عمده غوښتنې داوې چې پاکستان باید په کوټه او پيښور کې طالبان ونیسي، په روغتونونو کې د طالبانو د ټپيانو درملنه ودروي، د مخالفینو پټن ځایونه له منځه یوسي، د حقاني شبکې پر ضد عملیات پراخ کړي او هغه کیمیاوي مواد بند کړي چې طالبان بمونه ترې جوړوي.

اوس ویل کیږي چې د دې لیک په ځواب کې پاکستان هم له افغانستانه ځینې غوښتنې لري خو تراوسه افغان چارواکو د اسلام آباد د غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

له پاکستان سره په دې وروستیو څو ورځو کې د افغان حکومت دریځ بدل شوی او ولسمشر او اجرایي ریس ویلي، پاکستان په تیرو لسو میاشتو کې له افغان حکومت سره د خپلو ژمنو خلاف هیڅ همکاري نه ده کړې.

د چارو څيړونکي او د ملي شورا یو شمیر غړي وایي، حکومت باید د پاکستان د لاسوهنو په اړه شواهد نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي څو اسلام اباد تر نړیوال سیاسي فشار لاندې راشي او له افغان حکومت سره همکارۍ ته مجبور شي.

XS
SM
MD
LG