د لاسرسي ځای

اټک : ځانمرګي برید کې د پنجاب کورنیو چارو وزیر ووژل شو


د پنجاب د کورنيوو چارو صوبايي وزير شجاع خانزاده نن د اټک په شادي خان سیمه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو. په دغه ځانمرګي برید کې ټول دولس کسان وژل شوي او لږ تر لږه پنځویشت کسان ژوبل شوي دي. د پوليسو په ويناد ځانمرګي برید له کبله د حجرې چت راغورځيدلی او ګڼ خلک يې له ملبې لاندې کړي.

د شجاع خانزاده د کورنۍ یو غړي سهراب خانزاده رسنیو ته وویل چې د چاودنې پرمهال پخپله شجاع خانزاده هم په حجره کې موجود و او د خپلې حلقې د خلکو پر ستونزو یې د هغوی سره خبرې کول .سهراب خانزاده وايي په حجره کې د موجودو خلکو شمیره د پنځوسو په شا او خوا کې وه. د پولیسو په وینا یو ځانمرګی بریدګر د یو ملاقاتي په بڼه حجرې ته ننوتلی او هلته یې ځان ډزولی دی.

د پنجاب د وزیر اعلی مشیر ډاکټر سعید الهي تایید کړه چې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده په دغه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

د لشکر اسلام په نوم وسله والې ډلې د اټک د حضرو په شادي خان سیمه کې د پنجاب د کورنیو چارو د وزیر په حجرې د برید پړه قبوله کړېده. د دوی یو ویاند صلاح الدین ایوبي مشال راډیو ته وویل چې دوی به د پنجاب ایالت چارواکي بیا هم په نخښه کوي.

XS
SM
MD
LG