د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د افغانستان د ولسي جرګې خبرداری


د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي که پاکستان دا ځل هم د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې رښتیني همکاري ونه کړه افغان ولس به یې بدیله لار ولټوي.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي د نن (شنبه) مشال راډیو ته وویل چې افغان حکومتي پلاوي پاکستان ته په سفر کې د ټولو افغانانو غوښتنې چارواکو ته مطرح کړې او دا اوس د هغوی کار دی چې خپله دنده ادا کړي.

«اوس موږ افغان ولس د پاکستان مثبت جواب ته منتظر یو. دغه عاملین باید ګرفتاره او افغان دولت ته وسپارل شي. که چیرته موږ ته مثبت ځواب رانه کړ موږ مجبوره یو چې یوه بدیله لار غوره کړو.»

ښاغلي احمدزي د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې د یوې ملي اجماع خبره مطرح کړه چې په ټولو مسایلو به پریکړه کوي.

ولسي جرګه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره پنجشنبه یو افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ او د دغه هیواد له چارواکو یې وغوښتل چې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG