د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان د اوبو %69 د پښتون وطن دي خو پښتنو ته یوازې %4 ورکوي"


تربېله ډېم
تربېله ډېم

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو یو ځل بیا د پاکستان له مرکزي حکومته د خپلو اوبو په بدل کې د ۱۲۰ اربه روپیو غوښتنه کړې ده.

پېښور: د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو یو ځل بیا د پاکستان له مرکزي حکومته د خپلو اوبو په بدل کې د ۱۲۰ اربه روپیو غوښتنه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې به په دې اړه بحث کېږي چې د دې صوبې د اوبو په مد کې پر مرکز څومرې پېسې پاتې دي او ولې یې نه ورکوي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د جمعیت علماء اسلام (فضل الرحمان) ډلې غړي زرین ګل د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې پنجاب او سیند پر تړون سربېره د خیبر پښتونخوا اوبه کاروي.

زرین ګل وویل ، د لوظنامې تر مخه د خیبر پښتونخوا د اوبو په برخه کې هم دریمه برخه پنجاب او سند صوبه استعمالوي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر مظفر سعید وايي ، دوی به د دوشنبې په ورځ په دې لړ کې د سیند له حکومت سره خبرې اترې کوي.

مظفر سعید زیاته کړه چې په دې خبرو اترو کې به دوی پر دې بحث کوي چې د پاکستان مرکز ولې د صوبو د حقونو په وړاندې خنډ دی.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود وايي ، په ۱۹۹۱م کال کې چې د اوبو کوم تړون شوی وو په هغه کې له پښتنو سره ډېره بې انصافي شوې وه.

ډاکټر سید عالم محسود وویل ، په کار ده چې تړون ته له سره کتنه وشيهغه ځکه چې د پښتانه وطن د اوبو سرچشمه ده خو خپل حق نه ورکول کېږي.

نوموړي وویل چې د پښتانه وطن د پاکستان د اوبو (نهه شپېته) فیصده پیدا کوي خو پښتنو ته پکې یوازې څلور فیصده ورکول کېږي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG