د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ایران دې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال خوشی کړي”


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو پر ایران غږ کړی دی چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي زنداني خبریال خوشې کړي.

جیسن رضایان له څه باندې یوه کاله راهیسې د ایران پر ضد د جاسوسۍ او پروپېګنډې په تور قېد دی .

راپورونه وايي کېداې شي چې راتلونکې اونۍ د نوموړي د کيس په اړه عدالتي فصله راشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جمعې پر ورځ په خپل يو بيان کې ويلي دي چې د رضایان نیونه، قيدول او د بندو دروازو شاته پرې مقدمه چلول د هغه له قانوني حقونو سرغړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG