د لاسرسي ځای

“په افغانستان کې روانه جګړه له پاکستانه تنظیمېږي”


د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي په افغانستان کې روانه جګړه او د ټولو دولت ضد وسله واله ډلو فعالیت د پاکستان د استخباراتو لخوا تنظیمیږي.

عبد الرشید دوستم چې په فاریاب ولایت کې د دولت ضد وسله والو پرضد د جګړې مشري کوي،په قیصار ولسوالۍ کې يې دغه خبرې د جمعې پر ورځ د مشال راډیو ته کړی دی.

د فاریاب د روانې جګړې په اړه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال وویل د افغان ځواکونو په عملیاتو کې تر اوسه د پاکستانيو او ازبکو په ګډون ۲۴ وسله وال وژل شوي دي.

د دې تازه څرګندونو په اړه د پاکستان غبرګون نه دی راغلی خو تېر وختونو کې پاکستان داسې تورنه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG