د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په بلوچستان کې ۴۰۰ بلوڅ وسله وال تسلیم شوي”


د بلوچستان په سرښار کوټه کې د پاکستان د جوړیدو پر ورځ په یوه غونډه کې د چارواکو په خبره ۴۰۰ بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو وسلې ایښې او تسلیم شوي دي.

په دغه غونډه کې د پاکستاني پوځ چارواکي جنرال ناصرخان جنجوعه، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي او یو شمېر نورو عسکري او سیاسي مشرانو ګډ‌‌‌‌ون درلود چې په کې دې بېلتون غوښتونکو وسلې کېښودې او پر ځای یې د پاکستان بېرغ په لاس کې ونیو.

حکومت له دې تسلیم شویو وسله والو سره له پنځه لکه تر پينځلس لکه پورې د نغدو مالي مرستې اعلان کړی.

که څه هم بلوڅو وسله والو ‌‌‌‌‌‌‌ډلو د دې څلورسوه تسلیم شویو کسانو په اړه لاهم څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول خبرونه ناسم او پروپېګنډه بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG