د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په خېبر پښتونخوا کې پر ماشومانو جنسي تېري زیات شوي”


په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو خېر ښېګړې لپاره کارکونکې اداره وايي په دې صوبه کې پر ماشومانو جنسي تېري زيات شوي دي.

د (دوست ګلونه) مرکز په نامه غېر سرکاري ادارې يو مشر افضل شاه د جمعې پر ورځ مشال راډيو وویل چې په صوبه کې پر ماشومانو د مخ پر زياتېدونکو تېريو وجه غربت او نه پوهاوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د خېر ښېګړې حکومتي اداره وايي د صوبې په ۱۲ضلعو کې د ۲۰۱۱م کاله تر جولای میاشتې تر ۲۰۱۵م کال پر ماشومانو د شوو جنسي تېريو پنځه نوي کيسونه رپورټ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG