د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت دي د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک ستانه کړي"


د کډوالو یو پخوانی عکس
د کډوالو یو پخوانی عکس

د شمالي وزيرستان سياسي مشرانو د یو ګډ لاریون پر مهال ویلي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته پر دوي يو شمېر ظلمونه شوي دي.

بنو: د شمالي وزيرستان سياسي مشرانو د یو ګډ لاریون پر مهال ویلي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته پر دوي يو شمېر ظلمونه شوي دي.

دا څرګندونې د شمالي وزيرستان د سياسي ګوندونو اتحاديې د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د شوي لاریون په ترڅ کې کړې دي.

دا لاریون د پاکستان د جوړېډو پر ورځ تر سره شوی چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوو خلکو او زده کوونکو هم پکې ګډون کړی وو.

په شمالي وزیرستان کې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو د وینا پر مهال وویل چې حکومت دي بې کوره کړل شوي خلک ژر تر ژره خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دوی له حکومته دا غوښتنه هم وکړه چې په جېلونو کې بند د وزیرستان بې ګناه وګړي دي په سم دستي توګه پرېښودل شي.

دې مشرانوزیاته کړه چې حکومت دي د دوی هغه بازارونه ، تعليمي ادارې او روغتونونه بیرته جوړ کړي کوم چې د پوځي عملیاتو پر مهال وران شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې له ۱۵مې نېټې راهسې پاکستانی پوځ د وسله والو پر ضد عملیات کوي چې لا هم روان دي.

د دې عملیاتو له کبله تر لس لکه زیات خلک بې کوره کړل شو چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا په بنو او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته په خوست کې مېشت دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG