د لاسرسي ځای

د پاکستان پوځ د بکاخېل کېمپ کې د ازادۍ ورځ ولمانځله


د خېبر پښتونخوا د بنو په بکاخېل کېمپ کې د پاکستان پوځ د دغه هېواد ازادۍ ورځ ولمانځله چې ورته یو شمېر پوځي مشران او په کېمپ کې مېشت د کډوالو مشران هم ګډون کړي وو. دې غوڼده ته د بکاخېل کېمپ انچارج او د پوځ ۱۰۱ بریګډ مشر بریګډیر مختیار وویل د پاکستان آزادۍ تر څنګ کشمېر هم د قبایلو په قربانیو ازاد شوی ځکه چې هغه وخت پوځ نه وو او پښتنو به قامي لښکر جوړول. په دې اړه د عمردراز وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG