د لاسرسي ځای

پاکستان له افغان سولې بهیر سره بیا ژمنیتا وښودله


د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له خارجه وزیر صلاح الدین رباني سره روغبړ کوي

د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان له خارجه وزیر صلاح الدین رباني سره روغبړ کوي

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې چې لومړی دور یې د جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې په مري کې شوې وې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته وځنډیدې.

پاکستان له افغان پلاوي سره په اسلام اباد کې تر لیدو وروسته وویل چې له افغان وروڼو سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو او په ټول قوت به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړو چې په دې کې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې بهیر هم شامل دی.

دا ژمنې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د زیارتورځ په اسلام اباد کې د افغانستان بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ پلاوي ته وکړې.

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې د سرتاج عزیز په وینا ویل شوي دي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې ډیرې څرګندې او ښکاره خبرې وکړې.

په اعلامیې کې څرګنده شوې ده چې دواړو لوریو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت، د دوه اړخیزه اړیکو او په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرې چې لومړی دور یې د جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې په مري کې شوې وې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته وځنډیدې.

پاکستاني رسنۍ د افغانستان د پلاوی د مشر صلاح الدین رباني په وینا وایي چې افغانستان غواړي له نژدې له پاکستان سره د ګډو ګټو په برخه کې همکاري او کار وکړي. خو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ویاند برکت اله رحمتي ازادي راډیو ته وویل چې افغان پلاوی به خپل دریځ په کابل کې له نورو چارواکو سره ترسلامشورې وروسته اعلان کړي:

((ټاکل شوې ده چې کله پلاوی افغانستان ته ستون شي؛ پر هغو نتیجو چې اخیستل شوې دي؛ په کابل کې غور وشي او بیا به یوه اعلامیه د افغانستان خلکو ته خپره شي.

د همدې لپاره سفارت په داسې دریځ کې نه دی چې د دې خبرو اترو پر جزییاتو له تاسو سره وغږیږي.))

پاکستاني رسنۍ د سرتاج عزیز په وینا خبر ورکوي چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او یو ځل بیا خپله ژمنه تکراروي چې د ټولو هغو ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغان لورې سره همکاري وکړي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

سرتاج عزیز ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه باید پر یوه بل باور او اعتماد وکړي او باید د هغو کسانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې رانه شي چې هڅه کوي د دواړو وروڼو هیوادو تر منځ بې باوري رامنځته کړي.

سرتاج عزیز د پاکستاني اژانسونو په وینا په افغانستان کې وروستۍ ترورستي پیښې وغندلې او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه. د صدراعظم نواز شریف سلاکار وویل چې د دغو ترورستي هڅو د ریښو د له منځه وړلو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا شته.

XS
SM
MD
LG