د لاسرسي ځای

تازه خبر

’د افغان لوري دریځ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي‘


’د افغان لوري دریځ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي‘
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بېګا ماښام په یوه بیان کې ویلي، د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز تېره ورځ له کابله له ورغلي پلاوي سره په خبرو کې وویل، اسلام اباد به د سولې خبرو په ترځ کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. نوموړي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل. بیان زیاتوي، د افغانستان له خوا په ورغلي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل شامل ول. له کابله دا چارواکي تر هغه څو ورځې وروسته پاکستان ته ورغلل چې افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د بریدونو په غبرګون پر پاکستان شدید انتقاد وکړ. خو د ښاغلي عزیز او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ له کابله د ورغلي پلاوي تر منځ پرونۍ خبرې به اغېزمنې زبات شي او که نه؟ پر دې موضوع پامیر ساحل په امریکا کې د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره خبرې کړې دي او له هغه یې پوښتنه کړې چې د پاکستان و افغانستان چارواکو تر منځ په اسلام اباد کې پرونیو خبرو ته څنګه ګوري او څه تعبیر یې کوي؟

XS
SM
MD
LG