د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعدې د نوې طالب مشر ملاتړ وکړ


د القاعدې وسله والې ډلې مشر ایمن الظواهري د افغان طالبانو له نوي مشر ملا اختر منصور سره د خپلې ډلې د وفادارۍ اعلان کړی دی.

دا اعلان ظواهري پر ووبپاڼې په خپور شوي یوه غږیز (ږغیز) پیغام کې کړی. د نوموړي په اړه فکر کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ کرښې په سیمه کې یې پناه اخیستې.

په سمدستي ډول د الظواهري د ده د غږیز (ږغیز) پیغام د کره والي پخلی نشي کېدای. نوموړي د خپلې وفادارۍ اعلان پر داسې مهال کړی چې د طالبانو ځېنې ډلې له ملا منصوره بېلې شوې دي او د اسلامي دولت وسله والې ډلې له عربو مشرانو سره یې د وفادارۍ اعلان کړی.

د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر تر پخلي وروسته منصور د جولای پر وروستۍ نېټه د طالبانو نوی مشر شو.

افغان چارواکي او طالبان وايي، ملا عمر په ۲۰۱۳ز کال کې مړ شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیر به د روانې میاشتې پر ۲۳مه پر امنیتي موضوعاتو د خبرو لپاره هند ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG