د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان به د افغان سولې بهیر هره مرسته کوي"


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، دا خبره د وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز له کابله، اسلام اباد ته ورغلي لوړپوړي پلاوي ته کړې.

د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوله چې پکې د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی او د افغان ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل هم شامل ول.

بیان وايي، په خبرو کې سرتاج عزیز یو ځل بیا په کابل کې وروستي بریدونه وغندل او افغان چارواکو ته یې وویل چې دواړه هېوادونه باید د ((ترهګرۍ ختمولو لپاره ګډې هڅې)) وکړي.

بیان زیاتوي، اسلام اباد به د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر په ترځ کې ((د ټولو ممکنه اسانتیاو)) پیدا کولو هڅه کوي.

افغان پلاوي تر هغې څو ورځې وروسته اسلام اباد ته سفر وکړ چې په کابل کې بریدونو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG