د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا او غزني ولایتونو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي


په پکتیا ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پکتیکا په برمل او د غزني ولایت د مقر او قره باغ ولسوالیو په مربوطاتو کې ۲۱ وسلوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا ولایت کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د پکتیکا په برمل او د غزني ولایت د مقر او قره باغ ولسوالیو په مربوطاتو کې ۲۱ وسلوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

نن د پنجشنبې پر ورځ د تندر ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډيو ته په استول شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده مرګ ژوبله په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د حکومت وسلوالو مخالفینو ته اوښتې ده.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې وسلوالو ته د ځاني زیانونو د اوړیدو سربیره د دوی دوه کسان ژوندي نیول شوي او له دوی څخه یو ډاټسن موټر او یوه اندازه جګړه ییز توکي هم د ملي اردو سرتیرو لاسته لویدلي دي.

د تندر ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کېد نجات په نوم د عملیاتو په لړ کې پنځه وسلوال وژل شوي او درې ژوبل شوي او دوه تنه ژوندي نیول شوي دي.

په دې عملیاتو کې یو عراده ډاټسن موټر او یوه اندازه جګړه ییز وسایل هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې یادونه شوې، چې د غزني د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ وسلوال وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د ملي اردو ځواکونو د درنو وسلو په ډزو کې دوه وسلوال د غزني د قره باغ ولسوالۍ د دلیلي زي په سیمه کې وژلي دي.

په دې خبرپاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي او وسلوالو هم دوی ته د اوړیدلو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG