د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کچه ابادۍ خلک له حکومته کورونه غواړي


په اسلام اباد کې د پښتنو افغانانو کنډکپر کورونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

په اسلام اباد کې د پښتنو افغانانو کنډکپر کورونه

د اسلام اباد په یو شمېر کچه ابادو کې مېشت خلک له حکومته غوښتنه کوي چې دوی دې له خپلو کورونو نه بې ځایه کوي.

تېر مازیګر په اسلام اباد پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته د کچه ابادو اوسېدونکو وویل، چې دا مهال په اسلام اباد کې د څلوېښتو څخه زیاتې کچه ابادۍ دي چې پکې په زرګونو خلک ژوند کوي. موږپرامنه خلک یو او په عزت سره خپل ژوند تېروو نو حکومت دې دوی بې ځایه نه تنګوي.

د دې کچه آبادو د اوسېدونکو وینا وه چې دوی د تېرو څو لسېزو راهیسې په دې کچه ابادو کې مېشت دي نو حکومت دې دوی د دې ځایونو څخه نه بې ځایه کوي او که انتظامیې له اسلام اباده د کچه ابادو د ختمولو فیصله کړی وي نو په بدل کې دوي له ځمکې ورکړي چې ځان لپاره پری کورونه آباد کړي او يا دی د دوي لپاره د فلیټونو انتظام وکړي.

د خبري غونډې ورستو د اسلام اباد آئي الیون کچه آبادې یو اوسیدونکي حاجي نور الله مشال ریډیو ته وویل چې حکومت ورته کورونه ړنګ کړل نو اوس ورسره د سر پټولو ځای نشته موجوده حکومت د یادی آبادې اوسیدونکوسره ډیر ظلم زیاتی وکړو،

د اسلام آباد په آئي ټین کچه آبادې کې مېشت احمد علي شاه مشال ریډیو ته وویل چې حکومت ورته د دوو ورځو مهلت ورکړی دی چې ځایی خالي کړئ نو موږ په دوه ورځو کې چرته ولاړ شو حکومت دې بايد د دوی لپاره د متبادل ځایی انتظام وکړي،

خبري غونډې ته د عوامي ورکرز پارټۍ غړو هم ویناګانی وکړی او له حکومته یې غوښتنه کوله چې دی غریب ولس سره دی ظلم زیاتی بند کړي.

د یاد ګوند عصمت شاه جهان مشال ریډیو ته وویل چې د پاکستان سینټ یو قرارداد منظور کړیدی چې پکې وویلی شویدي چې د کچه آبادۍ اوسیدونکو سره زیاتی شویدی او دی خلکو ته دی متبادل ځایونه ورکړی شي نو موږ دا غوښتنه کوؤ چې دی په فوري توګه دی دا قرارداد عملي کړی شي او نه صرف د آئي الیون کچه آبادۍ اوسیدونکو ته دی کورونه ورکړی شی بلکه چې څومره هم نوری کچه ابادۍ دی د هغوي اوسیدونکو لپاره دی هم څه مناسب انتظام وکړی شي،

د یادونی ده چې اسلام آباد انتظامیي د هايي کورټ او داخله وزارت په حکم دوه اونۍ وړاندی د اسلام آباد سبزي منډۍ سره نزدی په سیکټر آئي الیون کې د پښتنو کچه آبادي چې پکې ۱۲ ذرو پوری خلک آباد و ړنګه کړی وه.

XS
SM
MD
LG