د لاسرسي ځای

افغانستان:د څلورو تښتول شویو مړي وموندل شول


افغان چارواکي وايي چې دوی د هغو څلور کسانو مړي میندلي دي چې تېره اونۍ د هیواد په ختیځ کې تښتول شوي وو.

د غزني د پولیسو مرستیال مشر اسدالله انصافي وايي ، دا مړي یې د پاکستان پولي ته نژدي په ناور ولسوالۍ کې میندلي دي چې په مرمیو ویشتل شوي وو.

اسدالله انصافي زیاته کړې چې په وژل شوو څلورو کسانو کې درې هزاره ګان او یو سني پښتون دی.

نوموړي وویل ، وسله والو د سېشنبې په ورځ اته نور هزاره ګان هم هغه مهال تښتولي دي چې هغوی د غزني ښار ته روان وو.

د روان کال په فروري میاشت کې په زابل ولایت کې دېرش هزاره ګان تښتول شوي وو چې نولس یې بیا خوشي شو ، دوه ووژل شو او نهه تر اوسه ورک دي.

هم داسې په تېره میاشت کې په بغلان ولایت کې هم یوولس هزاره ګان تښتول شوي وو.

XS
SM
MD
LG