د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي


د ایران د خارجه چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د خارجه چارو وزیر جواد ظریف

د پاکستان خارجه چارو وزارت په وینا چې د ایران د خارجه چارو وزیر به سبا د زیارت په ورځ د پاکستان یو ورځنې دوره کوي.

د پاکستان د خارجه چارو دفتر خبر پاڼه وایې چې ایراني خارجه وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف به د پاکستان د وزیراعظم د قومي سلامتیه او خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز سره په دوه اړخیز تعلقاتو خبرې کوي او د دې نه علاوه نوموړې به د پاکستان وزیراعظم سره هم ملاقات کوي.

د ایران د خارجه چارو وزیر به پاکستان ته د ایران د جوهري پروګرام په اړه بریفنګ ورکوي په کوم چې څوارلسم جولایې په ویانا کې اتفاق شوې وو.

دواړه ملکونه به په دې یوه ورځنې دوره کې دوه اړخیز تعلقاتو او د خپل مینځي دلچسپې علاقایې او نړیوالو امورو د نور ښه کیدو په اړه هم خبرې اترې کوي.

پاکستان ته د ایراني خارجه چارو وزیر دورې په اړه کار پوهان وایې چې د ایران نیوکلیر معاهدې باندې په ویانا کې لاس لیک نه پس ایراني خارجه وزیر پاکستان ته راتلل مهم دې او پکار ده چې پاکستان ایران نه تجارتي هلو ځلو سره د توانایې ګټه هم ترلاسه کړې.

هم دې لړ کې د بهرنیو چارو کار پوه عامر رانا وایې چې پاکستان له ایران سره خپل تعلقات نور هم ښه کول پکار دي ځکه چې یوخو ایران ګاونډې ملک دې او بل ایران زموږ د توانایې ضرورت پوره کولې شي.

،، پاکستان کې دا وخت د بجلې ډیر غټ بحران دې او ایران غواړي چې پاکستان ته په کمه بیعه بجلي ورکړې نو پاکستان له پکار ده چې خپل مفاد ته اوګورې او د ګیس پایپ لاین او د بجلې منصوبو باندې عملدرامد شروع کړې دا دواړه زموږ د ملک معشیت لپاره ضروري دې نو چې ایران دلچسپي لري نو موږ له د ځنډ نه کار نه دې اخیستل پکار، د دې نه به زموږ معیشت ډیر مستحکم شي،،

د بهرنیو چارو یو بل کار پوه او پخوانې سفیر عمر خان علي شیر زې زیاتوي ،، په ایران د پابندیانو په وخت به قانوني تجارت نه کیدو خو چونکه د پاکستان او ایران سرحدونه داسي دي چې په هغې به بغیر د څه ریکارډ ډیر زیات تجارت کیدو. ایران به اوس د پابندیانو نه بهر شي نو پکار ده چې اوس ایران مخکې اوګورې او دا به پاکستان له هم ښه وي چې ورسره نه صرف سیاسي بلکه تجارتي تعلقات ښه کړې،،

یاده دې وي چې د ایران د خارجه چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د روان کال په اپریل میاشته کې هم دوه ورځنې دوره کړې وه او د خپل مینځي تعلقاتو نه علاوه ، د توانایې په مسلې او به نړیوال امورو یې خبرې اترې کړې وې.

XS
SM
MD
LG