د لاسرسي ځای

نن د چارشنبې پر ورځ د خوست لسګونو قومي مشرانو، دینی عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې وروستي بریدونه چې د سلګونو ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شول وغندل او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې د دې خونړیو پيښو عاملین مالوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

نن د چارشنبې پر ورځ د خوست لسګونو قومي مشرانو، دینی عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې وروستي بریدونه چې د سلګونو ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شول وغندل او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، چې د دې خونړیو پيښو عاملین مالوم او د قانون منګولو ته وسپاري.

د غونډې ګډونوالو د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو هم نیوکه وکړه، چې دوی د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حلولو پر ځای د ګټې او قدرت پر ویش لګیا دي او د دوی د اختلافونو څخه په استفادې په هېواد کې ستونزې او بریدونه ډېر شوي دي.

د غونډې ویناوالو ترهګریز بریدونه د اسلام دین او افغاني ارزښتونو خلاف وبلل او ویل يې، هر کله چې افغانان د خپلو ستونزو د حلولو له پاره په ملي کچه په ځنو لارو چارو سلا شوي، نو هغه ډلې او هېوادونه چې په دې هېواد کې امن او ټیکاو نه غواړي، په داسو بریدونو او عملونو یې لاس پورې کړی، چې د افغانانو امیدوارۍ بیرته په ناهیلیو بدلې شوې دي.

دیني عالم مولوي محمد داود وقفي وویل، چې اسلام هېچا ته د چا د وژنې اجازه نه ورکوي:

((اسلام هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې یو څوک دې راپورته شي، یوه مور دې بوره کړي، یو څوک دې د داسې عمل مرتکب شي، چې یوه بي بي دې کونډه شي، اسلام د امن، اسلام د سولې، اسلام د خواخوږۍ او اسلام د همدردۍ دین دی.))

په خوست کې د هېوادپال ځواک مشر صاحب ګل فرهاد په خپلو خبرو کې د کابل ترهګریز بریدونه وغندل او د دې بریدونو یو لامل يې د ملي یووالي حکومت کې د قدرت د ویش پرسر اختلافونه وبلل.

قومي مشر موسی جان ځدراڼ د کابل وروستي بریدونه د سولې له پاره د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د هغو هڅو او خبرو اترو د شنډولو ه منصوبه وبلله، چې په خلکو کې يې دایمي سولې له پاره څه نا څه هیلې او امیدونه پیدا کړي ول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د لیکوال او ژورنالیست محمدغفور مهیدي له خوا یو شپږ ماده ییز پریکړه هم ولوستل شو، چې په هغه کې په کابل کې وروستي ځانمرګي بریدونه غندل شوي او د عاملینو د نیولو او مجازات کولو غوښتنه يې شوې ده.

په پریکړه لیک کې له افغان حکومت څخه د پیښوله قربانیانو سره د پوره مرستو د کولو غوښتنه شوې ده:

((د خوست خلک د کابل په شاه شهید، دویم ځل د پولیسو پر اکاډمی او دریم وار د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر په څلور لارې وروستي وحشیانه ځانمرګي او د موټر بمو بریدونه، چې زموږ د سلګونو هېوادوالو د شهادت او ټپي کیدو همدارنګه د میلیونونو ډالرو په ارزښت د مالي زیانونو لامل شول، په کلکو ټکو غندي، دا کار د اسلامیت سره دښمني او د بشریت پر وړاندې ستر او نه بخښونکی جنایت بولي او د عاملینو د موندنې او مجازات کولو غوښتنه يې کوي.))

په پریکړه لیک کې په افغانستان کې روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحران د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د امتیاز طلبیو له کبله بلل شوی همدارنګه په اوسنیو حالاتو کې د خلکو تر منځ د یووالي غوښتنه شوې، او ویل شوي، چې خلک باید امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي.

د پریکړه لیک په وروستۍ ماده کې د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو هم غږ شوی، چې د سالمي حکومتوالۍ، د فساد سره د مبارزې، د دیني او کلتوري ارزښتونو د پالنې، بیا رغونې او اهل کسانو ته د چارو د سپارلو په برخه کې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي او ملت دې له یو بل بحرانه وژغوري.

XS
SM
MD
LG