د لاسرسي ځای

" له نویو الکټرونیکي تذکرو نه دې افغان کلمه نه ایسته کېږي"


د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو شوراګانو استازي وايي، چې افغان کلمه د افغانستان د خلکو هویت او پيژندنه ده او هېچا ته به د دې اجازه ورنکړي، چې د نویو پيژندپاڼو یا تذکرو څخه د افغان کلمه لیرې کړي.

د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو شوراګانو استازي وايي، چې افغان کلمه د افغانستان د خلکو هویت او پيژندنه ده او هېچا ته به د دې اجازه ورنکړي، چې د نویو پيژندپاڼو یا تذکرو څخه د افغان کلمه لیرې کړي.

دوی له افغان حکومته غوښتنه وکړه، چې په نویو الکټرونیکي تذکرو کې د ملت په ستون کې د افغان کلمه ځای کړي، ځکه هېڅوک هم د داسو تذکرو اخیستلو ته نه حاضریږي، چې په هغه کې د دوی هویت نه وي ذکر شوی.

د خوست دې مدني فعالانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو چې په همدې اړه یوه ناسته کې راټول شوي ول، وویل چې په تاریخي لحاظ اسلامیت او افغانیت د دې خلکو هویت دی او تر پایه به يې وساتي.

د غونډې یو تن تابیا کوونکي عبدالله باوري انديښنه څرګنده کړه، چې په ټولنو کې د هویت پر سر بحرانونه ملتونه ویشي او هېوادونه په بنیادي توګه زیانمنیږي:

((په کومو هېوادونو کې چې د تاریخ په اوږدو کې د هویت بحران رامنځته شوی دی، نو هغه دولت تجزیه شوی دی، نو موږ پر افغان حکومت دا غږ کوو، که چیرې په تذکرو کې د افغان کلیمه ذکر نه شي، نو موږ بیا دا ډول تذکرې نه غواړو، ځکه په کومه تذکره کې چې زما هویت مشخص نه وي هغه زما شناخت نه دی، له دولته مو دا غوښتنه ده، چې په الکټرونیکي تذکرو کې باید د افغان کلیمه جداً ذکر کړي.))

د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي تحریک مشر مولوي امین الله امین وايي، چې نړیوال موږ افغانان بولي او د افغان په نوم مو پيژني، خو خپل حکومت مو په دې نویو الکټرونیکي تذکرو کې له دې هویته هم بې برخې کوي.

هغه وویل، په شرعي او قانوني ډول د داسې تذکرې اخیستو ته تیار نه دی، چې افغان په کې لیکل شوي نه وي.

یو تن خوست میشتی دیني عالم چې د نورستان اوسیدونکی دی او په قوم پشه يي دی وايي، چې په خپله سیمه کې پشه يي دی، خو ملي هویت يې افغان دی.

یو بل تن قومي مشر خان محمد جان هم وویل، هغه تذکره چې هویت ونه لري، تش سپین کاغذ دی او ټولو افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

د غونډې په پای کې یو پریکړه هم صادر شو، چې په هغه کې له افغان حکومته په کلکه غوښتل شوي ول، چې له تذکرو څخه د افغان کلمې په حذف کولو سره هېواد او خلک يې له یو بل بحران سره مخامخ نه کړي.

په پریکړه لیک کې زیاته شوې، چې په نویو الکټرونیکي تذکرو کې دې د افغان کلمه ولیکل شي او په دې توګه دې د افغانستان د خلکو بنیادي ارزښتونو ته پاملرنه او درناوی وشي.

XS
SM
MD
LG