د لاسرسي ځای

تازه خبر

قصور کې پر ماشومانو د جنسي تېري مقدمه په لاهور کې


د پنجاب په قصور کې له دغه وړو ماشومانو سره جنسۍ تېری شوی.
د پنجاب په قصور کې له دغه وړو ماشومانو سره جنسۍ تېری شوی.

د قصور ضلعې له دوه سوه او اتیا ماشومانو سره د جنسي تېري څلور سوه ویډیوګانې مخې ته راغلې وې.

د پاکستان سرکاري ټي وي په وینا د پاکستان پنجاب صوبې ضلع قصور کې له ماشومانو سره د جنسي زیاتې په مقدمه کې مقامي پولیس د ترهه ګرۍ د دفعاتو اضافه کړې ده.

سرکاري ټي وي زیاتوي چې اوس به دا مقدمه د لاهور د ترهه ګرۍ په مخنیوي عدالت کې چلېږي.

بلخوا د نهې په ورځ د دې پیښې تحقیقاتو لپاره د پنجاب صوبې حکومت یو مشترکه تحقیقاتي ډله جوړه کړې ده، چې په دوه هفتو کې خپل تحقیقاتي رپورټ عدالت ته وړاندې کوي.

مشترکه تحقیقاتي ډلې مشري به د پنجاب صوبې ډپټي انسپکټر جنرل ابو بکر خدا بخش کوي.

په دې ډله کې به د استخباراتي ادارو اهلکاران هم شامل وي.

هم د نهې په ورځ د دې پیښې خلاف په قومي اسمبلۍ او سېنېټ کې په متفقه توګه منظور کړل شویو قراردادونو کې په حکومت زور ورکړل شوی دی چې په مستقبل کې د داسې پېښو مخنیوي لپاره دې قانونسازي وکړل شي.

د دې ترڅنګ هم تېره ورځ په قومي اسمبلۍ کې د اطلاعاتو وزیر سېنېټر پرویز رشید د ماشومانو تحفظ په اړه دوه مسودې وړاندې کړې دې، چې یوه یې د ماشومانو حقونو تحفظاو د یو کمیشن جوړولو ده او بله مسوده له ماشومانو سره د تړل شوو جرمونو په اړه د کال ۲۰۱۵ ترمیمي بل دی.

په دې بل کې ترمیمونه ماشومانو سره د جنسي زیاتې او د لڅو فلمونو او تصویرونو یا ویډیاګانو د مخنیوي په اړه دي.

په پاکستان کې کارکونکې د بشري حقونو کمیشن مشره زهره یوسف وایې چې دا یوه سنګینه پیښه ده او د دې پیښې غیر جانبداره تحقیقات پکار دي.

دا زیاتوي ،، د مطبوعاتو د لارې او د مخالفه ډلو په ذریعه چې کله په حکومت دباو راغلو نو هله بیا د پنجاب صوبې حکومت دې پیښې ته توجو ورکړه. د کمیټییانو یا د عدالتي کمیشن ترلاندې چې کوم رپورټونه راځي نو هغه ډیر تسلي بخش نه وي ، په داسي قسمه کیسونو کې زموږ خو هم دا تجربه ده. اوس باید چې بغیر د څه سیاسي اثر رسوخ او دباو د دې صحیح تحقیقات پکار دي او د ثبوتونو د لارې دې کیس اوکتل شي چې عدالت د کمزورې ثبوتونو له وجې ککړ خلک پریږ نه دي،،

یاده دې وي وخت په وخت د ماشومانو د حقونو کار ادارو او کارپوهانو د حکومت نه غوښتنه کړې ده که د ماشومانو د حقونو حفاظت لپاره یو وزارت نشې جوړولې چې ورله کم از کم په قومي کچ د حقونو تحفظ په اړه یو کمیشن جوړ کړې شي.

هم دې لړ کې د بشري حقونو کار پوه امتیاز احمد وایې چې حکومت له اړخه د ماشومانو د حقونو تحظ په لړ کې څه دلچسپی مخې ته نه ده راغلې او دوي داسي دلچسپي لرله نو نن به د ماشومانو د حقونو تحفظ په اړه دوي یوه اداره لرله.

د ده په وینا ،، موږ سره د ماشومانو د حقونو تحفظ په اړه بل لا د مسودې په صورت کې موجود دې چې په هغې به قومي اسمبلې کې بحث کیږي نو پکار خو دا ده چې دا نه صرف په ترجیحي بنیادونو اوکتل شي بلکه د دې پیښې نه پس په دې عملدرامد اوکړې شي،،

د ذکر د قصور ضلعې مقامي عدالت ماشومانو سره د جنسي زیاتې په پیښه کې د پنځه ملزمانو ضمانت منسوخ کړې دې او تر اوسه پورې يې اووه ملزمان نیولې دي.

یاده دې وي د قصور ضلعې له دوه سوه او اتیا ماشومانو سره د زیاتې څلور سوه ویډیوګانې مخې ته راغلې وې.

XS
SM
MD
LG