د لاسرسي ځای

تازه خبر

''له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب ته ژمن یو''


د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لوی درستیز راحېل شرف روغبړ کوي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لوی درستیز راحېل شرف روغبړ کوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ملاتړ ټینګار کړی او په دې هېواد کې یې د ترهه ګرۍ بریدونو ښکار کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي: له افغانستان سره د ورور هېواد غوندې، د ښه اړیکو ساتلو ته ژمن دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون [دوشنبه] په یوه خبرپاڼه کې چې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څرګندونو څو ساعته وروسته خپره شوه، ویلي چې افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه او ښه ګاونډیان دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په ملاتړ ټینګار کړی او په دې هېواد کې یې د ترهه ګرۍ بریدونو ښکار کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼي.

ولسمشرغني پرون «دوشنبه» پر پاکستان تور ولګاوو چې د کابل لور ته د جنګ پیغام استوي، د ترهه ګرو د روزنې او بم جوړولو کمپونه ساتي.

((پاکستان که دا ظرفیت نه لري چې طالبان مذاکرو ته راولي، دا ظرفیت خو لري چې د هغوي فعالیتونه بند کړي، دفترونه یې وتړي، ترهه ګر او ترهه اچوونکي عدالت ته کش کړي، ټپیان یې روغتونونو ته له رسېدو ودروي.))

خو د پاکستانبهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې ترهه ګري د افغانستان او پاکستان ګډ دښمن دی او زیاتوي چې پاکستان د ترهه ګري د یو لوی قرباني په توګه، د افغانانو په درد خبر دی.

په خبرپاڼه کې دې ته اشاره شوې چې په وروستیوکې په پاکستان کې لږترلږه ۶۰۰۰۰ کسان د ترهه ګرۍ بریدونو قرباني شوي دي.

پاکستان یو وار بیا په کابل او نورو سیمو کې وروستۍ ترهه ګرې حملې په شدت غندلې او له افغانانو سره یې په غم کې ځان شریک ګڼلی دی. خبرپاڼه وايي:

((لکه څرنګه چې وزیر اعظم نوازشریف د مئ په میاشت کې کابل ته په خپل سفر کې څرګنده کړه، اسلام اباد د کابل دښمنان د ځان دښمنان ګڼي.))

د پاکستان د بهرنیو چارود وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې دا هېواد د ترهه ګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغانستان ملګری دی او یو وار بیا یې پر خپله هغه ژمنتیا ټینګار کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې هڅو ملاتړ کوي.

ولسمشرمحمد اشرف غني پرون دوشنبه د پاکستان پر وزیر اعظم نواز شریف ږغ وکړ چې د ترهه ګرۍ ضد مبارزې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

ولسمشرغني وویل، افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې دیپلوماتیک روابط لري خو یوه هېواد د بل په وړاندې [نااعلان] شوی جنګ پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG