د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نشه يي توکو کښت، قاچاق او استعمال حرام دي


په ننګرهار کې د نشه يې توکوسره د مبارزې رياست په ملي کچه د نشه يي توکو په وړاندې د همغږۍ او هڅونې تر سرلیک لاندې د نشه يي توکو د استعمال او کښت د مخنیوي په غرض يو ورځینی سیمینار تر سره کړو.

په ننګرهار کې د نشه يې توکوسره د مبارزې رياست په ملي کچه د نشه يي توکو په وړاندې د همغږۍ او هڅونې تر سرلیک لاندې د نشه يي توکو د استعمال او کښت د مخنیوي په غرض يو ورځینی سیمینار تر سره کړو.

دغه غونډه د ننګرهار د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو د مخنیوي ادارې يو این او ډي سي په مرسته د سیشنبې په ورځ جوړه کړې وه، چې د ننګرهار په ولایتي چارواکو سربيره په کې د امنیتي ادارو یو شمير منسوبیتو او دیني عالمانو برخه اخيستې وه. په ننګرهار کې د نشه يي توکو په ضد د مبارزې ريس محمد ادریس ساپي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د ولسمشر د فرمان په اساس يې په ملي کچه د نشه يي توکو په وړاندې د همغږۍ او هڅونې سیمینار جوړ کړی دی.

(( دا یوازې د مخدره موادو د مخنیوي د ریاست او یا يو، این او، ډي، سي نه دي. په مجموعو کې دا مسوولت د ټولو دی او باید هر څوک په دې کې برخه واخلي. او دا خاص د ریس جمهور د فرمان او هدایت په اساس دا غونډه جوړه شوې چې د نشه يي توکو په ضد د ملي احساس تر عنوان لاندې دا پروسه بايد پر مخ ولاړه شي.))

د ننګرهار د شرعیانو پوهنځي استاد مولانا عبدالبصیر بصیرت مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د نشه يي توکو د استعمال او کښت د مخنيوي په لار کې ديني عالمان مسوولیت لري چې خلکو ته د منابرو له لارې پوهاوي ورکړي.

(( په ملي سطحه د نشه يي توکو د همغږۍ او هڅونې په اړوند ډیر زیات رول لري چې د منابرو له لارې نه زموږ هيوادوال د نشه يي توکو د استعمال، قاچاق او د هعې له کر نه وژغوري. ځکه دا يوه مذهبي ټولنه ده او په دې ټولنه کې علما ډیر زیات رول لري. علما کولای شي چې خلک دې ته تشویق کړي چې په خپلو ځمکو حلال فصلونه وکري.))

د ننګرهار ولایت مرستيال محمد حنیف کرديوال په خپلو خبرو کې وويل، که څارنوالي او محکمه د نشه يي توکو د استعمال او کشت په هکله خلکو ته د قانون په رڼا کې سزا ورکړي، په استعمال او کشت به يې تر ډیره حده کمی راشي.

(( په مجموعو کې باید نشه يي توکي، استعمال نه شي، قاچاق نه شي او ونه کرل شي. خو باید چې د مرکزي دولت له لورې دا په ښه سستم سره دا پروګرامونه منظم شي. هغه څوک چې دغه جرمونه کوي، محاکم او څارنوالي د دې لپاره کومې سزاګانې لري، هغه باید په دې خلکو تطبیق شي چې بیا دې کار ته زړه ښه نه کړي.))

د یادولو ده چې سږکال په ننګرهار په اتلس زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو چې امنیتي ځواکونه او اړوندو ادارو په ګډه یوازې دوه سوه هکتاره ځمکه باندې د کوکنار ولاړ فصلونه اړولي وو.

XS
SM
MD
LG