د لاسرسي ځای

"له افغانستان سره د ښو اړیکو ساتلو ته ژمن یو"


د پاکستان حکومت له افغانستان سره د ښو اړیکو په ساتلو او په دې هېواد کې د سولې له هڅوسره همکارۍ ته پرخپل ژمن ټينګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت خبرپاڼه چې پرون [دوشنبه] خپره شوه وايي، افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې به ملګري وي.

دا خبرپاڼه د افغانستان د ولسمشر د پرونیو خبروپه ارتباط خپره شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د طالبانو مرکزونه بند کړي او د هغوي د فعالیت مخنیوي وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلې چې دا هېواد د ترهګرۍ ستر قرباني دی او په کابل کې وروستۍ ترهګریزو حملې يې په شدت غندلې دي.

XS
SM
MD
LG