د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اسلام اباد کچه ابادۍ بې کړل شوو ستونزې حل غواړي'


له پاکستانه خپرېدونکې ډان ورځپاڼې په اسلام اباد کې د افغان بستۍ د اوسيدونکو د بې دخله کولو پر حکومتي اقدام يوه ليکنه کړې.

ليکنه وايي، په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت برخورد د هغه هېواد له غريبو خلکو سره اکثره وخت ښه نه دی پاتې شوی، ښه خبر دا دی چې حکومت وايي د اسلام اباد د ای ۱۱ سيکټر له کچه ابادۍ څخه د بې کوره کړل شويو خلکو د بيا ابادولو په چارو کې به له هغوی سره مرسته کوي.

د ليکنې تر مخه، د اسلام اباد پرمختيايي ادارې او د هغه ښار پوليسو د يادې کچه ابادۍ د اوسيدونکو د بې دخله کولو په کار کې زور زياتی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه افغان بستي له تېرو دوو لسيزو راهيسې جوړه وه او اوسېدونکو ته يې د اسلام اباد انتظاميې هېڅ نه ويل.

په ليکنه کې له حکومته غوښتنه شوې چې د اسلام اباد د کچه ابادۍ د بې کوره کړل شويو خلکو ستونزې دې ورحل کړي.

له دغو خلکو څخه ۱۸ يې په عدالتي ريمانډ په اډياله جيل کې اچول شوي او يو شمېر نورو بيا د اتوار پر ورځ په هم ياد ښار کې د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مظاهره وکړه.

د دغه معاملې نوټس د پاکستان سينټ هم اخيستی، چې ټاکل شوې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د وړاندې کړل شوي يوه قرارداد په ترڅ کې د ياد ايوان د ګل د ورځې په غونډه کې خبرې به پرې وشي.

په قراداد کې د اسلام اباد د ای اا سيکټر د کچه ابادۍ د له مينځه وړلو د حکومتي اقدام د غندنې تر څنګ له حکومته غوښتنه شوې چې د دغو بې کوره کړل شويو خلکو د بيا ابادولو غم وخوري.

ليکنه وايي، د سينټ غړي بايد دا خبره په پام کې ونيسي چې د کچه اباديو ستونزه يوازې د اسلام اباد نه ده، بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم غريب خلک، د دې لپاره چې د سر پناه لپاره حکومت ورته مناسب انتظامات نه دي کړي، مجبور دي چې په کچه اباديو کې په ناقانونه توګه واوسي.

يوازې د تېر کال احصايې ښيي چې د هېواد ۷ ميليونه کورنۍ د سرپناه لپاره د مناسب ځای د نيشوالي له ستونزې سره مخامخ پاتې شوې.

ليکنه زياتوي، د پاکستان انتظامي چارواکي بايد خبر واوسي چې په دغه هېواد کې څو ميليونه غريب خلک اوسيږي، چې د ژوند د اړتياو پوره کولو لپاره يې بايد مناسب پاليسۍ جوړې او عملي کړل شي.

XS
SM
MD
LG