د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم نواز شریف بېلاروس ته روان شو


نن سهار د پاکستان وزیراعظم له یو لوی پلاوي سره د بیلاروس ولسمشر په بلنه هغه هېواد ته په درې ورځنې سفر روان شو.

بیلا روس ته دا د يو پاکستاني وزیراعظم لومړۍ دوره ده.

په دې دوره کې به د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د بیلاروسیې له ولسمشرالیګزینډر لوکاشنکو سره نیغ په نیغه ملاقات علاوه د پلاوو په کچه لیدنې کوي.

د ایجنډې له مخې وزیراعظم نواز شریف به د بیلا روس له وزیراعظم سره هم ویني او د بیلا روس دپارلیمان غړو سره ملاقاتونه هم ټاکل شوې دې.

د دې دورې په موقع دواړو ملکونو ترمینځه به په مهمو مفاهمتي یادداشتونو دستخطونه هم کیږي.

د پاکستان وزیراعظم او د بیلا روس صدر به د پاکستان و بیلاروس د یو بزنس فورم افتتاح هم کوي.

وزیراعظم نواز شریف ته به د بیلاروس ریاستي یونیورسټي لخوا د اعزازي پرفیسر ډګري هم ورکړې کیږي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سره په دې دوره کې د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید ، د خوراکونو د تحفظ وزیر سکندر حیات بوسن ، د دفاعي پیداوار وزیر رانا تنویر او د وزیرعظم مرستیال طارق فاطمي دې.

یاده دې وي د روان کال په مې میاشته کې د بیلاروس صدر د پاکستان دوه ورځې دوره کړې وه چې پکې حکومتي اعلی چارواکو نه علاوه د سرمایه دارانو یوه ډله هم وه.

واضحه دې وي پاکستان کې بیلا روس خپله سفارتخانه کال ۲۰۱۴ د نومبر میاشته کې پرانستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG