د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: وسله والو ښوونځی سوځولی او ۱۰ مزدوران یې تښتولی


په قبایلي سیمو کې اکثره د سکولونو ویجاړولو پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.

د کورمې ایجنسۍ په سروبۍ سيمه کې ناڅرګنده وسله والو بېګا يو ښوونځی «سکول» سوځولی او هلته موجود لس مزدوران يې تښتولي دي.

د ځايي پوليټیکل انتظاميې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن «دوشنبه» مشال راډيو ته وویل، بيګا ځینو ناڅرګندو وسله والوپه سروبي کې د يوه سرکاري سکول ودانۍ سوځولې او ځینې مزدوران یې له تښتولي چې د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ول.

د مشال راډیو خبریالان په سیمه کې د تعلیم څانګې د چارواکو له خولې وايي، له وزیرستانه تر خېبره د پښتنو په قبایلي سیمو کې بیا بیا د نجونو او هلکانو سرکاري سکولونه په باروتو الوځول کېږي او سوځول کېږي، چې له کبله یې په سیمه کې د تعلیم او زدکړو پر بهیر ډېر لوی اغېز شوی دی. له دې پرته د فاټا په لاکونو پښتانه له خپلو سیمو بې کورۍ ته اړوېستل شوي دي چې د دې له لاسه هم د پښتنو قبایلو ګڼ ماشومان له تعلیمه بې برخې شوي دي.

XS
SM
MD
LG