د لاسرسي ځای

اشرف غني : د امنیت ښه کولو لپاره د جنګ شېوې ته د بدلون اړتیا ده


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د هیواد د امنیت د ښه کولو لپاره د جنګ شیوې ته د بدلون اړتیا لیدل کیږي. نوموړی وايي دا چې وسله والې ډلې کمزورې شوي نو د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره د عامو خلکو او ښاریانو په وژلو خپل ځانونه پیاوړي ښکاره کول غواړي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د صدارتي محل د توحید په نامه د اړیکو له مرکز څخه د کابل ښار او د هیواد د نورو لویو ښارونو د عمومي امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه له امنیتي او دفاعي مسولینو سره د ویډیو کانفرانس د لارې خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه :

« د هېواد عمومي امنیتي وضعیت دې په دقیق ډول وارزول شي او له تېرو تجربو څخه دې د دښمن د ځپلو او د دوی د ناوړه بریدونو د مخنیوي لپاره کار واخیستل شي.»


له ارګه مشال راډیو ته په استول شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر د امنیتي او دفاعي سکتورمسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د فساد د مخنیوي په موخه دې د خپلو سرچینو په مصرفولو کې لا ډېر موثریت او شفافیت رامنځته کړي ځکه چې د منابعو، امکاناتو او نورو اسانتیاوو او تجهیزاتو شتون کولای شي د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې په پیاوړي کولو کې ګټور واقع شي.


ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو میړانې او سرښندنو ته په اشارې سره وویل، د هېواد امنیتي ځواکونو د عمل نوښت په لاس کې اخیستی او د دښمن د هرې هڅې پر وړاندې په لوړه ملي روحیه او زړورتیا د هېواد او خپلو خلکو دفاع کوي.


په دغه ویډیویي کنفرانس کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس غلام جیلاني پوپل، د ملي امنیت لوی رئیس رحمت الله نبیل او د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG